کور پاڼه / خبرونه / د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې
رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ نیټه خپور شوی ټولې هغې ادارې چې په رسنيز ډګر کې کار کوي مالیاتي جرمې يې بښل شوې اودوي کولي شي چې خپل حسابونه د روان کال ترسرطان میاشتې پاک کړي.

د مالیاتي جریمو د معاف کولو کمیټې چې کابل پریس کلب يې هم غړيتوب درلود نن د یوه کنفرانس په ترڅ کې وویل ټولې هغه رسنۍ چې سلګونه زره افغانۍ باقیات او مالیاتي جرمې لري په راتلونکو دوو میاشتو کې کولی شي چې خپلې باقيدارۍ پاکې او له دغه لوی چانس څخه ګټه واخلي.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو نهادونو فدراسیون، بریښنا شرکت، د اطلاعاتو فرهنګ، مخابراتو، او مالیې وزارتونو استازو ګډون کړی وو او د حکومت له لوري يې د رسنيزو ادارو د هغه ۶۰۰ میلونه افغانیو باقي دارۍ او جرمي معاف کیدل اعلان کړل چې مالکانو يې د ۱۳۸۶ نه تر ۱۳۹۶پورې جوازونه تر لاسه کړي وو.

د دغه باقيدارۍ او مالیاتي جريمو لویه برخه د جواز، فریکونسۍ جرمې او برښنا بیل تشکیلوي چې د رییس جمهور د ځانګړي فرمان پر اساس وبښل شوې.

باید وویل شي چې په دغه ۶۰۰ میلونه افغانیو کې یواځې ۲۸۰ میلونه جریمه معاف شوې او پاته نور اصلي مالیاتي باقداري او د برښنا ۳۴ میلونه افغانۍ بيل هغه پیسې دي چې د ۷ کالو په جریان کې د میاشتني قیست پر اساس حکومت ته ور کول کیږي.

د یادولو وړ ده چې په دغه رسنیزو ادارو کې چې مالیاتي جرمي يې بښل شوې، تلویزیون، راډیو، اژانس، د ژورناليزم رسنیز بنسټونه، مجلې، اخبار، دارالترجمه، نشراتي ادارې، او د فلم جوړونې ادارې شاملې دي.

 البته که رسني په ټاکلي وخت کې مالیاتي حسابونه پاک نکړي، نو جوزا تو د فریکونسۍ حق به ترې اخستل کیږي، برق به پري قطعه کیږي.

Loading...

بیا وګوره

انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا …

زابل: په دایچوپان ولسوالۍ کي  ۲۱ وسله وال وژل شوی

د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي …