کور پاڼه / خبرونه / انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل
انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا کې د خلکو استازي عبدالبصیر قادري يې هم ملتیا کوله، د کندوز والي عبدالجبار نعیمي سره لیدنه کې د ښاریانو یو شمېر وړاندیزونه شریک کړل او د ولایت له مقام يې وغوښتل چې د ښاریانو وړاندیزونو ته د رسیده ګۍ په برخه کې همکاري وکړي.

د کندوز والي د وياند له دفتره خبريال ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د ولایت مشرتابه ښاریانو ته د غوره ښاري ژوند او په ښار کې د غوره کاري چاپيریال برابرول د خپلې ادارې لومړیتوب یاد کړل او یاده يې کړه چې په دغه برخه کې يې د کندوز ښاروالۍ ته ځانګړې لارښوونې کړي ترڅو په ښار کې د ښارې بې نظمیو د مخنیوي، ښاریانو ته د غوره ښاري ژوند او په ښار کې دننه د غوره کاروبار د زمینې په برابرولو کې لازم ګامونه پورته کړي.

Loading...

بیا وګوره

رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ …

زابل: په دایچوپان ولسوالۍ کي  ۲۱ وسله وال وژل شوی

د ۲۰۵ اتل قول اردو د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوي خبرپاڼه کي راغلي …