کور پاڼه / لوبي / د کرکټ بورډ په اوړو کې بيا هم شګه ده
کرکټ بورډ

د کرکټ بورډ په اوړو کې بيا هم شګه ده

دا چې افغان لوبډله بنګله دېش لوبډلې سره راتلونکې مياشت د درې شل اوريزو لوبو سيريز لري او يادو لوبو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، خو د افغانستان کرکټ بورډ لا په دې نه دى توانېدلى چې يادو لوبو ته خپله لوبډله اعلان کړي.

په داسې حال کې چې افغان کرکټ بورډ تقريباً د دېرش لوبغاړو په خوا او شا کې يوه ډله د تيرې مياشتې راهيسې په هندوستان هېواد کې پر تمريناتو بوخته ده، چې په دې اوونۍ کې يې څو سيمه ييزو کلبونو سره لوبې هم کړي او ګټلې يې دي او يو شميرځوان لوبغاړي پکې هم ښه ځليدلي دي.

دا چې کرکټ بورډ د پخوا نه د استعدادونو پر ځاى شخصي مصلحتونو او روابطو ته اهميت ورکړى، دا ځل بيا هم داسې ښکاري چې لوبډله په همداسې ترتيب جوړوي، نو په همدې اساس نه غواړي چې سکواډ مخکې ترمخکې اعلان کړي، تر څو د مينوالو له غبرګون سره مخ نه شي.

که لوبډله مخکې اعلان شوې واى، يوه ګټه به يې دا وه چې هغه لوبغاړي چې نومونه يې په سکواډ کې شامل شوي واى په ډاډ ه زړه به يې تمرينات کول او له روحي پلوه به هم په ارام و.

بنګله ديش لا اوونۍ وړاندې خپله لوبډله د پياوړي الراونډر شکېب الحسن په لوبډلمشرۍ اعلان کړې، نو هيله ده چې افغان کرکټ بورډ هم د استعدادونو له مخې زر تر زره د افغان لوبډلې سکواډ اعلان کړي.

Loading...

بیا وګوره

له هوش او جوش ډکې، ۲۰۱۸  کال ای پي اېل لوبې

بلاخره د سږ کال ای پي اېل لوبې وروسته له شاوخوا څلوېښتو ورځو د چنای …

آى پي ايل: راشد خان ډېره ښه لوبه وکړه، ٢ ويکټې يې هم واخيستې

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان د سنرايزرز حېدراباد او چناى سوپر کنګز …