کور پاڼه / خبرونه / هلمند : ۹ وسله وال طالبان وژل شوی

هلمند : ۹ وسله وال طالبان وژل شوی

د هلمند ولایت په موسی قلعه او سنګین ولسوالیو کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي .
د ۲۱۵ مویند قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سنګین ولسوالۍ پورې اړوند د زعفران په سیمه کې د هوایي ځواکونو په برید کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه وایي، په موسی قلعه ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو پرپټن ځایونو هوایي ځواکونو په برید کې ۴ وسله وال وژل شوي ۷ ټپیان او د طالبانو دوه پټن ځایونو هم لمنځه وړل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې اوس مهال په نادغلي ګرشک ناوې او مارجې ولسوالیو کې افغان ځواکونو په عملیاتو بوخت دي چې ډېری سیمې یې له طالبانو پاکې کړي دي.
 وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Loading...

بیا وګوره

رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ …

انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا …