کور پاڼه / راپورونه / غزنی د سقوط له گواښ سره مخامخ دی

غزنی د سقوط له گواښ سره مخامخ دی

د غزني د خلکو استازي وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې لمن، د ښار تر څنډ رارسېدلې او د زنه‎خان، خواجه عمري او د غزني ښار ته څو نورې نېږدې ولسوالۍ تر جدي ګواښ لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ، د دغه ولایت د اجرستان ولسوالۍ پرځېدو ته نېږدې وه او د طالبانو په ډله‎ییزو بریدونو کې ډېری افغان امنیتي ځواکونه هم ووژل شول.

د غزني خلک د ولایت مرکز ته په لس کېلو مترۍ کې د پرتې خواجه عمري ولسوالۍ له پرځېدو وروسته خورا اندېښمن کړي او وايي، د مرکز خواته ګواښونه په بې ساري ډول رانېږدې شوي دي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي وايي، حکومت باید دغلته امنیتي ګواښونه جدي ونیسي.

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني په دې اړه وايي:«د غزني ښار د پرځېدو په درشل کې ده؛ د خواجه عمري، ده یک، زنه‎خان، واغز او جغتو ولسوالۍ چې موږ هره ورځ د لاس په لاس کېدو شاهد یې یوو؛ او هره ورځ د ناورین شاهد یوو؛ دا د خپله غزني ښار برخې دي.»

بلخوا په اجرستان، جغتو، زنه خان، ده یک، واغز او د غزني په څو نورو ولسوالیو کې هم له دولتي ځواکونو سره د وسله‎والو طالبانو نښتې روانې دي.

خو دفاع وزارت بیا بل څه وايي، د دې وزارت د مسوولانو په خبره دلته یې ځینې ولسوالۍ له مخالفانو پاکې کړې دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد راد منش څرګنده کړه:«په غزني ولایت کې زموږ قطعات له هغه څه ښه پرمختګ لري چې خلک یې وايي.»

دا په داسې حال کې ده چې دم‎ګړۍ د غزني د اتلسو ولسوالیو له منځه یوازې مالستان، جاغوري، ناور او د ولایت مرکز نسبتاً امن ښکاري.

Loading...

بیا وګوره

Russian Bride Bride Este web site United States biscuits para

Uma mulher de origem russa, Nina, viaja com sua filha de onze anos, Dasha para …

North Korean Brides , Chinese bridegrooms comprise most extensive

World News Nov. 23, 2018/ 4:32 AM Vietnamese north korean brides , Chinese bridegrooms comprise …