کور پاڼه / راپورونه / کابل د پاکستاني پارلمان پریکړه وغندله

کابل د پاکستاني پارلمان پریکړه وغندله

افغان حکومت د خیبرپښتونخوا ایالت سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پرتو قبایلي سیمو د ادغام په اړه د پاکستان د مرکزي پارلمان پریکړه یوه اړخیزه پریکړه ګڼلې او وايي، چې په دې اړه ورسره مشوره هم نه ده شوې.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو د چارو د وزارت معین محمد یعقوب احمدزي په قول راغلي چې د برتانوي هند سره د افغانستان د شوې موافقې له مخې باید د دغو سیمو په اړه د هرې پریکړې په باب له افغان حکومت سره مشوره وشي.

ښاغلي احمدزي وویل " متاسفانه د پاکستان دا پریکړه یوه اړخیزه او حتی، چې د قبایلي سیمو اوسیدونکو ته، چې په اوو اجنسیو کې ژوند کوي هم د منلو نه ده".

ښاغلي احمدزي وویل، چې د پاکستان د پارلمان دې پریکړې سره د پوښتنو یو شمیر مطرحو سیاسي ډلو هم کلک مخالفت ښودلی دی.

هغه وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به ژر په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان مرکزي پارلمان " قومي اسمبلۍ "په یو بې ساري اقدام کې د خیبر پښتنخوا په ایالت کې د قبایلي سیمو (فاټا) د ادغامولو قانوني مسوده منظوره کړه.

د دې مسودې پر اساس به د فدرالي نظام لاندې سیمې، چې د (فاټا) په نوم یادیږي، د پاکستان په حکومتي نظام کې شاملې شي.

 

Loading...

بیا وګوره

Russian Bride Bride Este web site United States biscuits para

Uma mulher de origem russa, Nina, viaja com sua filha de onze anos, Dasha para …

North Korean Brides , Chinese bridegrooms comprise most extensive

World News Nov. 23, 2018/ 4:32 AM Vietnamese north korean brides , Chinese bridegrooms comprise …