کور پاڼه / لیکنې / د ننګرهار د نوي والي حيات الله حيات د پام وړ

د ننګرهار د نوي والي حيات الله حيات د پام وړ

يوه ننګرهاري د خپریدو په موخه  موږ ته دا پیغام رالیږلي دي .

د ننګرهار په ښيوې ولسوالۍ کې د کرنې د رياست پر ځمکه د غصب چور ګډ دى.
د ارواښاد سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د ښیوې د ولسوالۍ اړوند د ګمبيري په سيمه کې پر ۱۲۱۰ جریبه کې د بادونو او سیلابونو د مخنیوي، د خاورې د ساتنې او د سیمې د ښکلاپه موخه ځنګلونه کرل شوي وو چې دمګړۍ دغه ځنګلونه په ډیرې بی رحمۍ د یو شمیر زورواکو له خوا قطع کیږي او ځمکه يې پر خلکو د کورونو د جوړولو لپاره پلورل کیږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست په دې اړه د حکومت ټولو اړونده ادارو ته ګڼ مکتوبونه، راپورونه، عکسونه، دغاصبینو لېستونه او نور ګن شمیر شواهد سپارلي، خو تراوسه هيڅ لازم اجرات نه دي شوي

. دننګرهار دکرنې ریاست  د مسولینو په خبره دکورنیو چارو وزارت، دسیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې، عدلیي ریاست، کرنې وزارت، دننګرهار ولایت مقام، امنیی قوماندانۍ، دښیوې ولسوال او قوماندان امنیه ته ګڼ شمیر مکتوبونه، راپورونه، عکسونه، دغاصبینو لست او ګن شمیر نور شواهد ورسپارل شوي دي مګر دخواشینۍ ځای ده چې دولایت او ولسوالۍ امنیتي مسؤلینو پرې لازم اجرات نه دي کړي، چې دځنګلونو دقطع او دځمکو د غاصبینو مخه ونیسي

. د ننګرهارنوی والي ښاغلي حیات الله حیات څخه په ټینګه غوښتنه کوم چې د ننګرهار امنیي قوماندان او دیادې ولسوالۍ ولسوال او امنیتي مسؤلینو ته جدي لارښونې او سپارښتنې وکړي ترڅو په دې اړه جدي اقدام وکړي او د ځنګل قطع کوونکي او دځمکې غاصبین ونیسي او دقانون منګلو ته یي وسپاري

. دځنګلدارۍ چارو دتنظیم قانون پراساس هرهغه څوک چې عامه ونه قطع کړي دتاوان ورکولو سربیره په لنډ بند محکومیږي.

Loading...

بیا وګوره

پاکستان په افغان جګړه کې ښکیل دي او د پردې تر شاه د يوه اړخ په توګه فعالیت کوي

پاکستان په سیمه کې يوه له هغه خطرناکه هیوادونو څخه بلل کیږي چې ډيره تکیه …

د پاکستان ملا او فاحشه يو شى دى

د پاکستان ملا او فاحشه ځکه يو شى دى، چې دواړه په څو ټکو پېسو …