کور پاڼه / خبرونه / مولانا طارق جميل په پښتنو ملنډې وهلي

مولانا طارق جميل په پښتنو ملنډې وهلي

د پاکستان يو مشهور عالم او د تبليغيانو مشر مولانا طارق جميل يو ځل بيا په پښتنو ملنډې وهلي دي.

په يوه ويډيو کې مولانا طارق جميل پوښتنه کوي، چې ساس (اردو کې خواښې ته وايي) ته په پښتو کې څه وايي؟

بل تن ځواب ورکوي: خواښې.

دې سره مولانا وايي، چې اوف، دا څومره خطرناک لفظ دى او ټول په خندا کېږي. بيا مولانا طارق جميل څو څو ځله دا خبره تکراروي او د رشخند په ډول يې يادوي، چې نه يواځې د خولې، بلکې د لاسونه اکټ هم ورسره کوي.

هغه وايي، چې پښتو هم څه عجبه ژبه ده، خو دا ده چې د خواښې لپاره يې ډېر خطرناک تورى جوړ کړى دى، ځکه چې خواښې هم همداسې وي.

د مولانا د دې ويډيو په خواله رسنيو له خپرېدو سره سم د پښتنو سخت غبرګونونه راپارولي دي او د مولانا طارق جميل پر ضد لسګونه خلکو پوسټونه کړي دي.

ياده دې وي چې له دې مخکې هم مولانا طارق جميل په پښتنو پسې ټوکه کړې وه، چې يو شمېر خلکو پرې سختې نيوکې کړې وې.

Loading...

بیا وګوره

رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ …

انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا …