کور پاڼه / نړۍ / ډنمارکۍ وزيره: روژه په خوله مسلمانان د ټولنې لپاره خطرناک دي

ډنمارکۍ وزيره: روژه په خوله مسلمانان د ټولنې لپاره خطرناک دي

د ډنمارک هېواد د کډوالو وزيرې پر يوه بيان باندې خلک ډېر غوسه دي. نوموړې وزيرې ويلي دي چې د روژې په مياشت کې دې مسلمانان له خپلو دندو څخه رخصت اخلي، ځکه چې دا د ټولنې لپاره ډېر خطرناک دي.

د کډوالو وزيره انګر اسټوج برګ د خپلو سختو پالېسيو په اړه هم ډېره مشهوره شوې ده، خو نوموړې اوس هغه مسلمانان چې روژې نيسي، د خپلې ټولنې لپاره خطرناک بللي دي او ويلي يې دي چې په ځانګړې توګه هغه خلک چې د بسونو ډرايوران دي يا هم د روغتيا په برخه کې کار کوي، هغوى دې رخصت واخلي.

دې وزيرې په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې په ډنمارک هېواد کې ژوند کوونکي مسلمانان د روژې په مياشت کې ١٨ ساعته هېڅ شى نه خوري او نه څښي، په دې وخت کې دوى ډېر خطرناک ماشينونه هم چلوي، لکه بسونه چلول، نو اتلس ساعته د خوراکه بغېر بس چلول ډېر خطرناک عوامل راپېدا کولاى شي.

انګرا ويلي دي، زه د ډنمارک مسلمانانو ته وايم، چې د روژې په مياشت کې له خپلو کارونو څخه رخصت واخلئ، چې زموږ ټولنه له خطرونو څخه په امن وي.

د ډنمارک د ځمکني ټرانسپورټ يونين مشر ويلي دي، چې د کډوالو وزيرې داسې يوه ستونزه راپېدا کول غواړي، چې تراوسه هېڅ شته نه.

د ډنمارک د مسلمانانو ټولنې په خواله رسنيو په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې موږ د اسټوج برګ مننه کوو، خو مسلمانان بالغه دي او د خپل ځان او ټولنې پاملرنه کولاى شي، که روژه په خوله وي او که روژه يې نه وي.

Loading...

بیا وګوره

هندي پوځيانو په سرحد يو پاکستانى پوځي هلاک کړى

د پاکستاني او هندي پوځيانو ترمنځ وخت نا وخت په سرحدي سيمه نښته کېږي، چې …

پاکستان کې يوه ٦ کلنه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې

د پاکستان په بهاولنګر کې پر يوې شپږ کلنې ماشومې جنسي تېرى شوى او له …