کور پاڼه / فلم او هنر / پريانکا چوپړا د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي

پريانکا چوپړا د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي

د هندي سينما نوموتې ستورې تېره ورځ په بنګله دېش هېواد کې د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي دي.

پريانکا چوپړا له ٢٠١٦ کال راهيسې د يونيسيف نړيوالې ادارې سفيره ده او تېره ورځ د يونيسيف له يوې ډلې سره بنګله دېش ته تللې، چرته چې يې د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي دي.

د روهينګيايي کډوالو سره خپل انځور نوموړې په خپل انسټاګرام شريک کړى او ورسره يې ليکلي دي چې اوس د بنګله دېش په کوکس بازار کې ده، چرته چې د کډوالو تر ټولو لوى کمپ دى. په ٢٠١٧ کال کې نړۍ د ميانمار (برما) زړه بوږنوونکي انځورونه وليدل. له دې ظلم وروسته قريباً ٧٠٠ زره روهينګيايي مسلمانانو بنګله دېش ته هجرت وکړ، چې پکې شپېته سلنه ماشومان دي. د دې خلکو دلته ډېرې مياشتې وشوې خو ډېرى مېرمنې اوس هم ډېرې کمزورې دي، او ډېر خلک په وړو وړو کمپونو کې ژوند تېروي او دوى ته دا معلومات هم نشته، چې نور خوراک به کله ترلاسه کوي.

دلته اوسېدونکي خلک چې کله دا فکر وکړي چې اوس خوندي دي، نو بارانونه پرې پيل شوي او د دوى جوړه کړې نړۍ بيا ورانه کړي. دلته د ماشومانو ډېر لوى شمېر دى، چې هېڅ راتلونکى يې نشته، د دوى په خندا کې د دوى خالي سترګې ليدل کېداى شي. دې ماشومانو ته زموږ د پاملرنې او مرستې ضرورت دى. نړۍ ته پکار دي چې د دوى مرسته وکړي، ځکه دا زموږ راتلونکى دى.

 

 

I’m in Cox’s Bazar, Bangladesh today for a field visit with UNICEF, to one of the largest refugee camps in the world. In the second half of 2017, the world saw horrific images of ethnic cleansing from the Rakhine State of Myanmar(Burma). This violence drove nearly 700,000 Rohingya across the border into Bangladesh – 60% are children! Many months later they are still highly vulnerable, living in overcrowded camps with no idea when or where they will ever belong…even worse, when they will get their next meal. AND…as they finally start to settle and feel a sense of safety, monsoon season looms…threatening to destroy all that they’ve built so far. This is an entire generation of children that have no future in sight. Through their smiles I could see the vacancy in their eyes. These children are at the forefront of this humanitarian crisis, and they desperately need our help. The world needs to care. We need to care. These kids are our future. Pls Lend your support at www.supportunicef.org #ChildrenUprooted @unicef @unicefbangladesh Credit: @briansokol @hhhtravels

A post shared by Priyanka Chopra (@priyankachopra) on

Loading...

بیا وګوره

شاه رخ خان او کرينه کپور

کرينې له شاه رخ خان سره له کاره انکار وکړ

د هندي فلمونو نوموتې ستورې کرينه کپور د هندي سينما له کنګ خان شاه رخ …

وينا ملک له خاوند طلاق اخيستى

د پاکستاني فلمونو ستورې وينا ملک له خپل خاوند څخه طلاق اخيستى دى. وينا ملک …