کور پاڼه / فلم او هنر / کرينې له شاه رخ خان سره له کاره انکار وکړ
شاه رخ خان او کرينه کپور

کرينې له شاه رخ خان سره له کاره انکار وکړ

د هندي فلمونو نوموتې ستورې کرينه کپور د هندي سينما له کنګ خان شاه رخ خان سره د هغه په راروان فلم ((سلوټ)) کې له کار کولو څخه انکار کړى دى.

راپورونه ليکي، چې د ((سلوټ)) فلم جوړونکو د شاه رخ خان سره د کرينه کپور د اخيستو په اړه فکر کاوه، خو کرينه کپور له شاه رخ خان سره د کار کولو څخه انکار وکړ، چې ټول يې حېرانه کړل.

کرينه کپور د شاه رخ خان سره د کار نه کولو په اړه ويلي دي، چې هغه غواړي اوس څه داسې وکړي، چې خلک ورته ګوته په خوله پاتې شي. هغه زياتوي چې د فلمونو په اړه يې اوس فکر بدل شوى دى او نه غواړي چې د لويو فلمونو برخه شي.

راپورونه ليکي، چې د کرينه کپور د انکار څخه وروسته اوس د ((سلوټ)) فلم جوړونکي د شاه رخ خان سره د بلې ستورې په لټه کې دي، ويل کېږي چې کېداى شي ايشوريه راى يا هم دپيکا پاډوکون په دې رول کې واخيستل شي.

ياده دې وي چې ((سلوټ)) فلم د يوه هندي خلاباز په ژوند جوړېږي او د دې فلم ريکارډنګ به د شاه رخ خان د ((زيرو)) فلم څخه وروسته پيلېږي.

Loading...

بیا وګوره

پريانکا چوپړا د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي

د هندي سينما نوموتې ستورې تېره ورځ په بنګله دېش هېواد کې د روهينګيايي کډوالو …

وينا ملک له خاوند طلاق اخيستى

د پاکستاني فلمونو ستورې وينا ملک له خپل خاوند څخه طلاق اخيستى دى. وينا ملک …