کور پاڼه / نړۍ / هندي پوځيانو په سرحد يو پاکستانى پوځي هلاک کړى

هندي پوځيانو په سرحد يو پاکستانى پوځي هلاک کړى

د پاکستاني او هندي پوځيانو ترمنځ وخت نا وخت په سرحدي سيمه نښته کېږي، چې له دواړو خواوو څخه په يوه بل ډزې کېږي.

پاکستان هر ځل هڅه کوي چې له خپلې سرحدي سيمې څخه په هندي پوځيانو ډزې وکړي، خو په ځوابي بريد کې بېرته غلي کېږي.

د پاکستان او هند ترمنځ په چاروه سيکټر کې يو ځل بيا د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ ډزې شوي دي، چې پکې يو پاکستانى پوځي هلاک شوى دى.

پاکستان د ډزو د پيل تور پر هند لګوي، خو هند بيا وايي، چې ډزې لومړى د پاکستاني لوري څخه شوي دي، چې موږ يې ځواب ورکړى دى او له هغې وروسته بيا پاکستاني پوځ ډزې بندې کړې دي.

Loading...

بیا وګوره

ډنمارکۍ وزيره: روژه په خوله مسلمانان د ټولنې لپاره خطرناک دي

د ډنمارک هېواد د کډوالو وزيرې پر يوه بيان باندې خلک ډېر غوسه دي. نوموړې …

پاکستان کې يوه ٦ کلنه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې

د پاکستان په بهاولنګر کې پر يوې شپږ کلنې ماشومې جنسي تېرى شوى او له …