کور پاڼه / ساينس او ټيکنالوژي / په يوه کليک له فېسبوکه وټساپ کې هر څه شريک کړئ

په يوه کليک له فېسبوکه وټساپ کې هر څه شريک کړئ

فېسبوک هره ورځ د خپلو کاروونکو لپاره نوې نوې اسانۍ راپېدا کوي، اوس ويل شوي دي چې فېسبوک په داسې يو څه باندې لګيا دى، چې له فېسبوک څخه چې هر څوک يو څه په وټساپ کې شئير کول وغواړي، نو په يوه کليک به يې کولاى شي.

راپورونه ليکي، چې فېسبوک په يوې داسې بټن کار کوي، چې ((وټساپ ته ولېږئ)) نومېږي، له دې سره به د فېسبوک کاروونکي وکولاى شي چې هر څه په يوه کليک په وټساپ کې له ملګرو سره شريک کړي.

د ټېکنالوژۍ يوې وېبپاڼې دعوه کړې ده، چې فېسبوک په دې نوې بټنې کار پيل کړى دى، چې (Send To Whatsapp) نومېږي، چې د دې په مرسته به انځورونه، ويډيوګانې او نور شيان له فېسبوکه په وټساپ کې شريکېږي، خو دا چې کله به دا بټن په کار پيل وکړي، تراوسه پورې يې حتمي نېټه نه ده اعلان شوې.

ياده دې وي چې تراوسه پورې له فېسبوک څخه هېڅ شى وټساپ ته اتومات نه شئير کېده. که چا غوښتل چې يو څه له فېسبوک څخه وټساپ کې شريک کړي، نو لومړى به يې ډاونلوډ کاوه او له هغې وروسته به يې بيا وټساپ کې لېږه. خو ددې نوې بټن سره به دا کار هم اسان شي.

Loading...

بیا وګوره

که دا شفر (پاسورډ) کاروئ، همدا اوس يې بدل کړئ

هر کال د مۍ لومړۍ پنجشنبه د شفر (پاسورډ) د ورځې په توګه لمانځل کېږي، …

څو ثانيو کې هر ځاى ته (تګ) ممکن شو

څو کلونه مخکې موږ د موبايل او انټرنېټ په اړه هم هېڅ يقين نه کاوه، …