کور پاڼه / لوبي / آى پي ايل: راشد خان ډېره ښه لوبه وکړه، ٢ ويکټې يې هم واخيستې

آى پي ايل: راشد خان ډېره ښه لوبه وکړه، ٢ ويکټې يې هم واخيستې

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي راشد خان د سنرايزرز حېدراباد او چناى سوپر کنګز ترمنځ د کواليپاى پړاو په لومړنۍ لوبه کې ډېره ښه توپ اچوونه وکړه، چې ٢ لوبغاړي يې هم پکې وسوځول.

اتم اوور راشد خان ته ورکړل شو، راشد خان ته ايم ايس دهوني مخامخ ولاړ و، لومړي توپ باندې هېڅ منډه رانغله، په دوهم توپ دهوني ١ منډه وکړه، په درېيم توپ بيا پليسيس يوه منډه وکړه او په څلورم بال بيا راشد خان د دهوني ويکټ واخيسته. پنځم او شپږم بال راشد خان براوو ته وکړ، چې يوه منډه يې پرې واخيسته.

١٠م اوور ته راشد خان راغى، چې دا يې دوهم اوور و، په اوور کې يې يواځې په څلورم او شپږم بال باندې يوه يوه منډه واخيستل شوه. د راشد خان توپونو ته پليسيس او ډي جى براوو ولاړ ول.

١٢م اوور راشد خان ته ورکړل شو، چې د راشد خان درېيم اوور و، په دې اور کې په لومړي توپ پليسيس يوه منډه واخيسته، په دوهم بال ډي جى براوو اوټ کړ، چې کېچ يې شيکر دهون ونيوه. په درېيم بال جډيجا ٢ منډې وکړې، په څلورم بال هم جډيجا يوه منډه وکړه، په پنځم بال بيا پليسيس يوه منډه واخيسته او شپږم بال باندې کومه منډه وانه خيستل شوه.

١٦م اوور بيا راشد خان ته ورکړل شو، چې د راشد خان وروستى اوور و، د راشد خان توپونو ته پليسيس او هربجن سنګ ولاړ ول، چې په دوهم بال پليسيس يوه منډه واخيسته، خو په نورو پنځوو توپونو يې هېڅ منډه ورنکړه.

راشد خان په خپلو ٤ اورونو کې ١١ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول. د راشد خان اکانومي ٢.٧٥ وه.

خو د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې بخت ونکړ او لوبه يې بايېلوده. حېدراباد سره يو چانس بل هم شته، سبا لوبه کې چې کومه لوبډله بريالۍ شي، له هغې سره به حېدراباد لوبه کوي، چې دغه لوبه هرې لوبډلې وګټله، هغه به بيا په پايلوبه کې د چناى سوپر کنګز سره مخامخېږي.

Loading...

بیا وګوره

له هوش او جوش ډکې، ۲۰۱۸  کال ای پي اېل لوبې

بلاخره د سږ کال ای پي اېل لوبې وروسته له شاوخوا څلوېښتو ورځو د چنای …

کرکټ بورډ

د کرکټ بورډ په اوړو کې بيا هم شګه ده

دا چې افغان لوبډله بنګله دېش لوبډلې سره راتلونکې مياشت د درې شل اوريزو لوبو …