کور پاڼه / جالب / په لبنان کې ميليونره خېرغوښتونکې مړه شوې

په لبنان کې ميليونره خېرغوښتونکې مړه شوې

د لبنان پوليسو په يوه موټر کې د يوې ٥٢ کلنې خېر غوښتونکې مړى پېدا کړ، چې وروسته معلومه شوه، چې دا خېرغوښتونکې ميليونره ده.

راپورونه کاږي، په يوه خراب موټر کې د لبنان پوليسو يو مړى پېدا کړ، کله چې يې څېړنې وکړې نو هغه ٥٢ کلنه خېر غوښتونکې فاطمه عثمان وه، چې د لبنان پر سرکونو به يې غېر غوښته او د مړينې لامل يې د زړه حمله وه.

په همدې موټر کې د لبنان پوليسو ميليونونه روپۍ هم ترلاسه کړې، په کوم کې چې دا خېر غوښتونکې اوسېده. پوليسو ته د خېر غوښتونکې له سامانه ٥ ميليونه لبناني پاونډ په لاس ورغلل، چې ٣ زره او ٣٣٣ ډالر ترې جوړېږي.

کله چې پوليسو نورې څېړنې وکړې، نو ورته معلومه شوه چې دا ښځه بانکي حساب هم لري.

د خېر غوښتونکې په بانکي حساب کې ١.٧ بيليونه لبناني پاونډ ول، چې ١.١٢ ميليونه ډالر ترې جوړېږي.

له څېړنو وروسته د خېر غوښتونکې اووه وروڼو او خويندو او مور و پلار د دې ښځې مړى خپل پلرني کلي کې خښ کړ.

Loading...

بیا وګوره

د اورګاډي ٢٥ ثانيې مخکې روانېدو له امله شرکت له خلکو بښنه وغوښته

په جاپان کې يو اورګاډى د خپل وخت نه ٢٥ ثانيې مخکې روان شوى و، …

هند: د زوي ناکامي يې پلار ولمانځله

په هند کې د لسم په ازموينه کې د يو هلک ناکامۍ باندې يې پلار …