کور پاڼه / لوبي / سنرايزرز حېدراباد د جلال اباد قربانيانو په ياد تورې پټۍ تړلي

سنرايزرز حېدراباد د جلال اباد قربانيانو په ياد تورې پټۍ تړلي

د هند تجارتي ليګ په لوبه کې سنرايزرز حېدراباد لوبډلې د جلال اباد لوبغالي د پېښې قربانيانو په ياد په مټو تورې پټۍ تړلي دي.
په جلال اباد کې بهسود پله ته نږدې په کرکټ لوبغالي کې د رمضان کپ سياليو پر مهال پرله پسې ٣ چاودنې وشوې، چې ٩ کسان پکې شهيددان او ٥٠ پکې ټپيان شول.
په يادو چاودنو کې د رمضان کپ سياليو ترتيب کوونکى هدايت الله زهير هم شهيد شو.
د سنرايزرز حېدراباد او چناى سوپر کنګز ترمنځ د کواليپاى پړاو په لومړنۍ لوبه کې د حيدراباد لوبډلې لوبغاړو د يادې پېښې د قربانيانو په ياد او درناوي په مټو تورې پټۍ تړلي دي.
په حېدراباد لوبډله کې افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم لوبېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله ټويټر پاڼه د حيدراباد لوبډلې دا ګام ستايلى او مننه يې ترې کړې ده.

Loading...

بیا وګوره

له هوش او جوش ډکې، ۲۰۱۸  کال ای پي اېل لوبې

بلاخره د سږ کال ای پي اېل لوبې وروسته له شاوخوا څلوېښتو ورځو د چنای …

کرکټ بورډ

د کرکټ بورډ په اوړو کې بيا هم شګه ده

دا چې افغان لوبډله بنګله دېش لوبډلې سره راتلونکې مياشت د درې شل اوريزو لوبو …