کور پاڼه / خبرونه / ننګرهار والي خپلې رسمي چارې د نظامي شورا له ناستې پېل کړې

ننګرهار والي خپلې رسمي چارې د نظامي شورا له ناستې پېل کړې

ننګرهار والي حیات الله حیات خپلې رسمي چارې د نظامي شورا له ناستې پېل کړې نوموړی وايي، چې د امنیت ټینګښت ورته د ټولو چارو په سرکې لومړیتوب لري.

هغه د نظامي شورا په غونډه کې وویل طالب او داعش وسله والو وحشت خپروي او امنیتي ځواکونه د ولسونو لپاره د ارام او هوسا ژوند د برابرولو لپاره قربانۍ ورکوي.

نوموړي د امنیتي، کشفي او دفاعي ځواکونو په همغږۍ ټینګار وکړ او هم يې د راتلونکي ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون په موخه د روانې نوم لیکنې له مرکزونو او ښارته د غځیدلو لارو د امنیت خوندیتوب ، او په ښار کې د لاډاډمن امنیت د ټینګښت جدي سپارښتنې وکړې.

دغه راز ننګرهار والي په مشرۍ جوړه شوې نظامي غونډه کې د ننګرهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي ، د ملي امنیت رئیس جنرال نظرعلي واحدي، د عامه نظم قومندان جنرال نصیر احمد ساپي، د سرحدي لوا قومندان جنرال محمد ایوب حسین خیل ، د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قومندان جنرال محمد نسیم سنګین، د همغږۍ قومندان فقیر محمد غونډيوال په جلا جلا توګه د جلال اباد ښار او ولسوالیو د امنیتي وضعیت په اړه ننګرهار والي ته هر اړخیز معلومات ورکړل. په یاده امنیتي غونډه کې د مسئولینو لوري په امنیتي برخه کې د نويو وړاندیزونو او طرحو وړاندې کولو ترڅنګ په ګڼ شمیر نورو امنیتي موضوعاتو خبرې اترې او پريکړې وشوې.

Loading...

بیا وګوره

رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ …

انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا …