کور پاڼه / راپورونه / د ننګرهار ولایت مقام ته په څو مترۍ کې دغصب تازه هڅه

د ننګرهار ولایت مقام ته په څو مترۍ کې دغصب تازه هڅه

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل سهراب قادري خبریال ډاټ کام ته وویل د شاه او خوا پنځلسو کلونو راپه ديخوا ولایت مقام سره په څومترۍ کې د سپینې ماڼي هوټل ته څیرمه پرتې دولتي ځمکې د غصب کولو هڅې رواني دي .

نوموړي وايي په وار وار يي دغه موضوع د ننګرهار د مسولو چارواکو سره شریکه کړي خو تر دي دمه يي په مخنيوي کې کوم رغنده ګام نه دي اخستي .

ښاغلي قادري زیاته کړه تر دی وړاندي يو وار غاصبینو په دغه ځمکه د موجوده دولتي چارواکو سره د جوړ چاړي پر بنیاد کار هم پیل کړي وو چې د خلکو چغو او د رسنیو فعالیتونو يي مخه ونیوله.

دی وايي د نورو وختونو په پرتله غاصبین د دغه ځمکې د غصب هڅه ډيري وخت د روژي په مبارکه میاشت کې کوي

هغه وویل (( دا ځکه چې دوي وايي راځه روژه ده دولتي کارکونکي نیم ورځ وروسته رخصت وي او څوک ویده وي، دا ځل ما پر ولایت مقام او نور راخبر کړل ترڅو يي مخه ونیسي ، خو دا زما نه بلکې د دولت مسولیت دي چې د خپل ملکیت ساتنه وکړي  ))

په ياده سیمي کې عینې شاهدان هم د دولتي ځمکي د غصب خبره کوي او وايي چې دغه غاصبین ډير پیاوړي خلکو سره لاس لري که نه نو حکومت يي پیژني ولي په دغه عمل نه نیسي او د قانون منګولو ته يي نه سپاري.

بلخوا ویل کیږي چې دغه غاصبین د هر یوه والي په راتلو سره څه کوي چې د والي سره جوړ جاړي وکړي او دغه ځمکه خپله کړي خو دا چې حیات الله حیات به د دوي سره جوړ جاړي وکړي او که پروړاندي به يي جدي اقدام وکړي دا به وخت معلومه کړي

خو فرید هوتک د يوه عیني شاهد په توګ وویل چې بار بار د همغه یوه کس له لوري د دغه ځمکي د غصب هڅه کيږي خو دولت يي نه نیسي چې ولي دولتي ځمکې غصبوي

هڅه مو وکړه چې په دي تړاو د ننګرهار د ولایتي اداري نظر هم واخلو خو د هڅو سره بریالي نه شو  

Loading...

بیا وګوره

غزنی د سقوط له گواښ سره مخامخ دی

د غزني د خلکو استازي وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې …

کابل د پاکستاني پارلمان پریکړه وغندله

افغان حکومت د خیبرپښتونخوا ایالت سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پرتو …