کور پاڼه / لیکنې / پاکستان په افغان جګړه کې ښکیل دي او د پردې تر شاه د يوه اړخ په توګه فعالیت کوي

پاکستان په افغان جګړه کې ښکیل دي او د پردې تر شاه د يوه اړخ په توګه فعالیت کوي

پاکستان په سیمه کې يوه له هغه خطرناکه هیوادونو څخه بلل کیږي چې ډيره تکیه يي په ترهګرو او ترهګرۍ ده ، پاکستان د کلونو راهیسي د ترهګرو ډلو په رامنځته کیدو او په قبایلي سیمو کې د هغوي په روزنه بوخت دي ، هغه هيواد چې د کلونو راهیسي يي د نړیوالو څخه د ترهګرۍ سره د مبارزي په نوم پېسي اخستي او بیرته يي د ترهګرو ډلو په پیاوړتیا لګولي دی .

د دغه هيواد څارګره اداره ISI او پوځ په همدي بوخت  دي چې څرنګه د ترهګرو لیکي پیاوړي کړي او څه ډول روزنه ورکړي، د روزني په برخه کې ډيري وخت د متقاعدو جنرالانو ګټه پورته کوي .

دوي ترهګر روزي او بیا يي افغانستان ته د جنګ جګړو لپاره رالیږي ترڅو دلته پرې ناامني رامنځته او ترڅنګ يي پري پلونه ، سړکونه ، کورونه او نور عامه ځايونه وران او بېګناه ولسي وګړي ووژني .

بیلګې يي په سلهاوو څه چې په زرهاوو شته چې ترهګر له پاکستان راوښتي او دلته چاودني ، ځانمرګي بریدونه او نور ورانکاري فعالیتونه  ېي ترسره کړي دي .

بس روښانه خبره ده چې پاکستان په افغان جګړه کې ښکیل دي او د پردې تر شاه د يوه اړخ په توګه فعالیت کوي

ايا تاسو پاکستاني متقاعد جنرال شاهد عزیز پيژني ؟

لوموړي غواړم چې  نوموړی سم دروپيژنم چې څو کاله او د پاکستاني پوځ په کومو مهمو څوکيو يي کار کړي وو او له متقاعد کیدو وروسته يي څه کول او باالخره چيرته ووژل شو ، پاکستاني رسنۍ او د کورنۍ غړي يي په اړه څه وايي ؟

جنرال شاهد عزيز د پاکستان په پوځ کې ٣٧ کاله دنده ترسره کړې او ددرې ستورو جنرال و ، نوموړی د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پروېزمشرف نږدې ملګرى هم وو ،جنرال عزیز چې د پاکستان د پوځ د اوپراسيون د عمومي قوماندان، درستيزوال او د لاهور د قول اردو د قوماندان په توګه دندې ترسره کړې وي له  متقاعد کېدو وروسته يې د ترهګرو په ليکو کې فعاليت کاوه او تر ډيره نوموړی جنرال د طالبانو د يوې ډلې نظامي روزونکی هم پاتي شوي وو ، ویل کیږي چې اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ په کرغېړنه کرښه وژل شوي.

پاکسان چې د افغانستان سره يي د کلونو راهیسي يوه نااعلان شوي جګړه پیل کړي او په افغان جګړه کې ښکیل اړخ دي دا پوځي جنرال يي يوه بیلګه ده ، داسي سلګونه پوځي جنرال يي چې متقاعد شوي نو د پاکستان پوځ او استخباراتو بیا د ترهګرو د نظامي دندې د ترسراوي او يا هم په افغانستان کې د ترهګرو د جنګ جګړو د پلانولو او تنظیمولو لپاره افغانستان ته رالیږي ، ترڅو دلته ترهګرو ډلو ته  د جګړو پلانونه تنظيم کړي.

داسي سلګونه حتا که زرګونه هم یاد کړم افراط به مې نه وي کړي چې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په لیکو کې پاکستاني جنرالانو خپل ژوند د لاسه ورکړي چې د جسدونو سره يي   شناخت نامي او نوري نښي هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

د دي وراخوا په پاکستان کې د داعش، تحریک طالبان افغانستان، تحریک طالبان پاکستان، جمعیت الاحرار، القاعدې ډلې پاتشونې او نورې تروریستي ډلې چې پاخه مرکزونه لري په ټولو کې يي پاکستاني متقاعد جنرال ترهګرو ډلو ته په روزنه بوخت دي .

او د معلوماتو له مخې چې د پاکستان حکومت بیا دغه متقاعدو جنرالانو ته د دندې پرمهال له تنخوا هم څو چنده زیاته ورکوي ترڅو په پراخه سینه او ښه توګه او په دلچسپې سره خپله دنده سرته ورسوي .

د دغه روزنو يوه ښه بیلګه يي همدا جنرال دي کوم چې اوس  تازه پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى چې د افغانستان په جګړه کې وژل شوى دى.

خو کورنۍ يې وايي، چې جنرال شاهد عزېز د طالبانو په ليکو کې په افغانستان کې جنګېده، چې بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ په کرغېړنه کرښه وژل شوى دى.

خو پاکستاني حکومت د تل په څير د دي جنرال په وژل کیدو هم  سترګي پټي کړي دي .
څو ورځې مخکې جنرال پروېز مشرف په يوه ټلويزيوني مرکه کې ويلي و، چې شاهد عزېز يو لېونى سړى و، چې ږيره يې لويه کړې او روسيې ته تللى دى او هلته وژل شوى دى حال دا چې نوموړي د ډيورنډ په فرضي کرښه وژل شوي او د دي لپاره چې پاکستان په دي هر څه پرده واچوي نو مشرف له دي مخکې چې دا خبره رابرسیره شي له یوه تلویزوني چینل سره په مرکه کې وکړه
فلهذا دا روښانه ده چې د پاکستان د پوځ او جنرالانو ټولو لاسونه يې د افغان په وينو سره دي، چې دا يې يوه بېلګه ده.
د پاکستان پوځ تل د ترهګرو تر شا ولاړ دي، بلکې د ترهګرو په ليکو کې جنګېږي او د افغانستان په هر بريد کې د دوى لاس شته دي  جالبه  دا ده چې ځينې پاکستاني رسنۍ بیا لیکي چې د شاهد عزيز کورنۍ وايي، په پوځ کې په دنده پښېمانه و، خو له متقاعد کېدو وروسته د داسې لار لټه کې و، چې د امريکا پر ضد وجنګېږي، چې بيا د طالبانو ليکو ته لاړ او په افغانستان کې يې د مسلمان ولس په وژلو پيل وکړ

د دوي وراخوا په افغان جګړه کې د پاکستان د ښکیلتیا ښه ثبوت د طالبانو د پېښور ، کوټي ، میرانشا او ورته نورو شوراګانو فعالیت او د ترهګرو ډلو ځينې مشرانو ته د پاکستان د څارګرۍ ادارې له لوري د امن کورونو د ورکړي او سهولتونو برابریدل دي

جهنم يي ځاي شه

يا ربه هر څوک چې بېګناه افغانان وژني ته يي تباه او برباد کړي

لیکوال : محمداګل (( وصال ))

 

Loading...

بیا وګوره

د ننګرهار د نوي والي حيات الله حيات د پام وړ

يوه ننګرهاري د خپریدو په موخه  موږ ته دا پیغام رالیږلي دي . د ننګرهار …

د پاکستان ملا او فاحشه يو شى دى

د پاکستان ملا او فاحشه ځکه يو شى دى، چې دواړه په څو ټکو پېسو …