کور پاڼه / خبرونه / په غزني او اروزګان ولایتونو کی ۵۱ وسله وال وژل شوی

په غزني او اروزګان ولایتونو کی ۵۱ وسله وال وژل شوی

 افغان هوايي ځواکونو په غزني او اروزګان ولایتونو کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي 

 د ملي دفاع وزارت څخه په خپره  شوې خبرپاڼه کې راغلي  افغان هوايي ځواک پرون د غزني په خواجه عمري او د اروزګان په خاص اروزګان او چورې ولسوالیو کې د طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او او درې نور شکمن کسان نیول شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې بیا د هوايي بردیونو په ترڅ کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دغه عملیاتو کې د وسله والو دوه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په چورې ولسوالۍ کې د افغان پوځ د هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۲۴ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

 وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Loading...

بیا وګوره

رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ …

انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا …