کور پاڼه / لیکنې / د پاکستان ملا او فاحشه يو شى دى

د پاکستان ملا او فاحشه يو شى دى

د پاکستان ملا او فاحشه ځکه يو شى دى، چې دواړه په څو ټکو پېسو هره شپه خرڅېږي.

د پاکستان ملا تل د پاکستان پوځ او استخباراتو ظلمونو ته لار لټولې ده، تل يې خلک د اسلام په نوم دوکه کړي دي او داسې کيسې يې ورته کړي، چې هېڅ تصور نه کېږي.

د بېلګې په ډول پاکستاني ملايانو د پاکستان د پوځ په اړه داسې کتابونه ليکلي دي، چې دا يې ورته پکې ثابته کړې ده چې پېغمبر علېه السلام د پاکستان د پوځ په اړه خبرې کړې دي او ويلي يې دي چې په دې سيمه کې به داسې يو (پاک پوځ) راپېدا کېږي، چې هغه به د نړۍ ټول مسلمانان له کافرو څخه ژغوري.

حال دا چې د پاکستان پوځ د اسراييلو لپاره په فلسطين کې په زرګونو فلسطينيان وژلي دي، په افغانستان کې يې په لکونو افغانان په شهادت رسولي دي او په پاکستان کې دننه يې بيا بلوڅ او پښتانه د لکونو په حساب وژلي دي.

د هيرا منډۍ فاحشه او د جومات ملا يې دواړه په يوه بيه خرڅېږي، توپير يې دا دى چې د هيرا منډۍ فاحشه يې خپل بدن خرڅوي، د خپل بدن د خولو پېسې له خلکو اخلي، خو ملا يې بيا اسلام خرڅوي، د اسلام په سر سودا کوي او د اسلام په سر له خلکو پېسې اخلي او چې څه ډول يې زړه وي، هماغه ډول اسلام ورته برابروي.

په اندونيزيا کې د علماوو کانفرنس، چې د اندونيزيا، افغانستان او پاکستان علماء پکې ګډون کړى و او هدف يې دا و، چې په افغانستان کې د جنګ په اړه خبرې وکړې او يوه ګډه اعلاميه خپره کړي، چې په افغانستان کې روان جنګ ناروا دى، چې همداسې وشول، ټولو يوه ګډه اعلاميه وليکله او په افغانستان کې يې جنګ ناروا وباله، خو کله چې پاکستاني ملايان بېرته پاکستان ته راورسېدل، نو يې بيان ورکړ، چې دوى داسې هېڅ نه دي ويلي، چې په افغانستان کې جنګ ناروا دى.

د ترهګرو معنوي پلار مولانا سميع الحق او نورو ملايانو يې په پاکستان کې وويل، چې دوى هېڅ کله هم داسې نه دي ويلي چې په افغانستان کې روان جنګ ناروا دى.

دوى وويل، چې په افغانستان کې جنګ روا دى او هېڅ کله به د داسې غونډې سره همغږي نه شي، چې په افغانستان کې جنګ ناروا وبولي.

د پاکستان ملايانو ته په افغانستان کې افغان وژنه روا ښکاري، خو بيا دوى په خپله دغلته له فاحشو سره ناستې پاستې کوي، چې هغه هر څه ورته روا دي.

مولانا طارق جميل وينا ملک (د پاکستان هغه فلمي ستورې چې په فحاشۍ کې يې نوم ګټلى و) ته خپل لور ويلي، مولانا عبدالقوي يې بيا د قنديل بلوچ سره په روژه کې سيلفيانې اخيستې، چې له هغې وروسته يې بيا قنديل بلوچ ووژله.

د پاکستان د هيرا منډۍ فاحشې او ملايان يې په روژه کې يو ځاى په ټلويزيوني خپرونو کې خلکو ته دين ښايي، دواړه داسې دي لکه وروڼه او خويندې، خو زموږ لپاره بيا د پاکستان فاحشه او ملا دواړه فتوا ورکوي، چې افغان وژنه روا ده.

ليکوال : و – خ

Loading...

بیا وګوره

د ننګرهار د نوي والي حيات الله حيات د پام وړ

يوه ننګرهاري د خپریدو په موخه  موږ ته دا پیغام رالیږلي دي . د ننګرهار …

پاکستان په افغان جګړه کې ښکیل دي او د پردې تر شاه د يوه اړخ په توګه فعالیت کوي

پاکستان په سیمه کې يوه له هغه خطرناکه هیوادونو څخه بلل کیږي چې ډيره تکیه …