کور پاڼه / نړۍ / د شهيد نقيب مسيد وکيل ته د مرګ ګواښ

د شهيد نقيب مسيد وکيل ته د مرګ ګواښ

د شهيد نقيب مسيد وکيل ته د مرګ ګواښونه شوي دي، چې د دې له امله هغه نن محکمې ته هم نه و ورغلى.

شهيد نقيب مسيد د وزيرستان يو ځوان و، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې يې ژوند کاوه، چې يو پاکستاني پوليس راو انوار بې ګناه وژلى و او بيا يې پرې د ترهګرۍ تور لګولى و.

کله چې پښتانه د نقيب مسيد د وژنې پر ضد راجيګ شول، نو بيا راو انوار ونيول شو.

د نقيب مسيد د وژنې پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ هم راجيګ شو، چې اوس يې تر شا لکونه خلک ولاړ دي.

د شهيد نقيب مسيد په وژنه کې تورن د کراچۍ پوليس آفيسر راو انوار پر ضد مقدمه روانه ده، خو نن محکمې ته د نقيب مسيد وکيل رانغى، لامل يې دا ښودل شوى چې هغه ته د مرګ ګواښونه شوي دي، نو له دې امله محکمې ته نه و راغلى.

Loading...

بیا وګوره

ډنمارکۍ وزيره: روژه په خوله مسلمانان د ټولنې لپاره خطرناک دي

د ډنمارک هېواد د کډوالو وزيرې پر يوه بيان باندې خلک ډېر غوسه دي. نوموړې …

هندي پوځيانو په سرحد يو پاکستانى پوځي هلاک کړى

د پاکستاني او هندي پوځيانو ترمنځ وخت نا وخت په سرحدي سيمه نښته کېږي، چې …