کور پاڼه / راپورونه / ولسمشر غني وايي ترهګر هېڅ دین ته ژمن نه دي

ولسمشر غني وايي ترهګر هېڅ دین ته ژمن نه دي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کرکټ په لوبغالی کې د خونړیو چاودنو په غبرګون کې ویلي چې  د دغه ډول جنایتکارانه بریدونو ترسره کول زموږ مذهبي او فرهنګي ارزښتونو سره دښمني او د فتنه ګرو د جنایت او وحشت دوام دی.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په ننګرهار کې د تېرې شپې برید په کلکو ټکو غندلی دی او ددغه برید ترسره کوونکي یې د انسان او انسانیت دښمنان بللي دي. ولسمشر غني ویلي، پر عامو وګړو برید د روژې په مبارکه میاشت کې دا ښيي چې ترهګرې ډلې هېڅ قانون او هېڅ دین ته وفادار نه دي او یوازې انسان وژنې ته ادامه ورکوي.

د راپورونو له مخې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند بهسودو پل څېرمه د کرکټ په لوبغالي کې تېره شپه ۱۱ بجې او شل دقیقې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د درې پرلپسې چاودنو په ترڅ کې ۸ تنه شهیدان شول او ۴۵ نور ټپیان شول.

 

Loading...

بیا وګوره

Russian Bride Bride Este web site United States biscuits para

Uma mulher de origem russa, Nina, viaja com sua filha de onze anos, Dasha para …

North Korean Brides , Chinese bridegrooms comprise most extensive

World News Nov. 23, 2018/ 4:32 AM Vietnamese north korean brides , Chinese bridegrooms comprise …