کور پاڼه / راپورونه / فراه کې جګړه د اوبو له مدیریت سره تړاو لري

فراه کې جګړه د اوبو له مدیریت سره تړاو لري

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وايي چې په افغانستان کې کابو ۲۰ ترهګرې ډلې فعالیت کوي او د افغانستان دواړو ګاونډیانو له ترهګرو سره مرستې او ملاتړ کوي.

ښاغلي بهرامي نن په فراه ولایت کې په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې په فراه ولایت کې مخ په زیاتېدونکې تاوتریخوالي او نا امني د اوبو مدیریت له ستونزو سره تړاو لري.

له دې مخکې د امریکا د دفاع وزارات یا د پنټګان ویاندې دانا وایټ ویلي وو، چې هیڅوک نشي کولای دا موضوع رد کړي چې ایران د سیمې په کچه لاسوهنې کوي.

هغې زیاته کړه، چې ایران په منځني ختېځ کې د ناامنیو یوه لویه لامل ګڼل کېږي او له همدې امله موږ نشو کولای  په افغانستان کې د ایران لاسوهنې رد کړو.

دا په داسې حال کې ده چې سلګونه وسله وال طالبان د سې شنبې په ورځ د فراه ولایت په مرکز پر فراه ښار ډلییز بریدونه پیل کړل چې د چهار شنبې تر سهار پورې دوام درلود.

Loading...

بیا وګوره

Loan Apps Personal

Over 600,000 individuals have actually experienced the benefit of personal financings with Avant. Fast Decisions …

Cbd For Pain Relief

Access to this webpage has actually been actually refused considering that our team believe you …