کور پاڼه / لیکنې / د اچین ولسوالۍ د اوسیدونکو له خوا ولسمشر ته سرخلاصي لیک ؛

د اچین ولسوالۍ د اوسیدونکو له خوا ولسمشر ته سرخلاصي لیک ؛

ولسمشر محمد اشرف غني ته ؛

له هر څه لومړی درته سلامونه او احترامات ډالۍ کوو؛

وروسته اچین د ننګرهار ولایت هغه ولسوالۍ ده چې جنګ جګړو ځپلې ، ځاي اوسیدونکو يي ډيري قربانې ورکړي ، کورونه يي ویجاړ شوي او د سر په بدله کې يي هر وخت د نظام څخه ملاتړ کړي .

هغه ولسوالۍ چې داعېش ډلې يي په ولسي وګړو هر ډول ظلمونه وکړل او حتا يولس کسان يي ژوندي ورته په بمونو کینول او هوا ته يي هسک کړل ،د داعېش سره په مقابله کې د افغان ځواکونو او بهرنیو قواوو او د دغه ډلې د باروتو لوګیو يي ټوله هوا خړه پړه کړه او نړیوالو قوتونو خو د بمونو مور هم په کې استمعال کړه ، چې له امله د ځاي اوسیدونکو کورونه ، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه هم ویجاړ شول ، خو ولس د دولت د ملاتړ په نتیجه کې دا هر څه وزغمل او د خولې نه يي اه قدر هم ونه ویستله .

دا هغه ولسونه دي چې هر وخت يي ولسمشره ستا د کړو کارونو او طرحو څخه ملاتړ کړي او تل يي ستا د ستایني غږ پورته کړي خو د دي ټولو سره سره د داعېش د نابودۍ راوروسته په دغه ولسوالۍ کې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د سیمه یزه پولیسو د رامنځته کیدو سره د بلال پاچا په نوم د سیمه یزه پولیسو يو قوماندان په دغه ولسونو باندې په زوره منل شوي ، او دلته يي د ولسونو سره لکه د فرعون په شان نادودۍ شروع کړي .

دغه قوماندان بلال پاچا خلک لوټي ، خلک برناحقه وهي ټکوي او حتا يي په يوه پلمه نه په یوه پلمه ډزو سره ولی، ځينې ژوبل وي او ځينې خو د مرګ په خواږه خوب ویده کوي. دې برخه لسګونه وژلي او ژوبل کړي دي

په دغه ولسوالۍ کې شته مسولین د بلال پاچا دغه ناکردۍ په شته سترګو ویني خو پروړاندي يي کوم اقدام نه کوي ، د ګلاب منګل د ولایت پرمهال د عېسی خان ځواک په نامه د دغې ولسوالۍ پخواني ولسوال يو ځل د خلکو دغه شکایت تر ګلاب منګل هم رسولي وو خو کوم اقدام ونه شو ،موږ هم په وار وار د دغه سیمه یزه پولیسو قوماندان چې بلال پاچا نومیږي او د ځای خلکو سره د دغه ډول ناوړه چلند سربیره د ځنګلونو د وهلو ، اپین او نورو شیانو په قاچاق کې هم لاس لري ویل کیږي چې دی د بهرنیانو سره اړیکي لري او د همدغه اړیکو له امله يي څوک د يوې بدکړنې له امله چې د ولس سره يي کوي نه شي پوښتلې .

نو موږ ولسونه ولسمشر تاته په دغه سرخلاصي لیک کې خپل شکایت کوو ، د ولسوالۍ ، ولایت او ولایتي شورا تر غړو خو مو په وار وار خپل غږ رسولي او د دغه ناکردیو کېسې مو ورته کړي خو چا پر غږ نه دي ګرولي ، له تا انصاف غواړو او هیله مو دا ده چې د دغه عذاب مو نور خلاص کړي او دغه شخص چې تر شاه يي د هر چا لاس وي د محکمې میز ته راکش کړه

که نو ولسونه به له تا هم سخت خوابدۍ شي او بیا به اړ شي چې نور د دغه کس پسي خپله راپاڅيږي او  قانون په خپل لاس کې واخلي .

نوټ :  ولسمشره ، دا چې ډير ناهیلې شوي وو او نوره مو چاره نه درلوده نو تاته مو د پیغام د رسیدو بله وسیله هم نه درلوده نو دغه سرخلاصي لیک مو درته ولیکه په دې هیله چې زموږ دغه لیک وویني او په دي برخه کې اقدام وکړي

ورونو د خدای لپاره دا لیک درسره شئیر کړي ترڅو تر ولسمشره ور ورسیږي.

په خورا درنښت

د اچین ولسونه

Loading...

بیا وګوره

د ننګرهار د نوي والي حيات الله حيات د پام وړ

يوه ننګرهاري د خپریدو په موخه  موږ ته دا پیغام رالیږلي دي . د ننګرهار …

پاکستان په افغان جګړه کې ښکیل دي او د پردې تر شاه د يوه اړخ په توګه فعالیت کوي

پاکستان په سیمه کې يوه له هغه خطرناکه هیوادونو څخه بلل کیږي چې ډيره تکیه …