کور پاڼه / فلم او هنر / د سري ديوي مړينه پېښه نه، بلکې پلان و

د سري ديوي مړينه پېښه نه، بلکې پلان و

د ډيلي يوه پخواني پوليس آفيسر ويد بهوشن ويلي دي، چې مشهوره هندي ستورې سري ديوي په خپل مرګ نه ده مړه شوې، بلکې هغه وژل شوې ده.

د هندي رسنيو د راپورونو ترمخه، پخواني پوليس آفيسر ويد بهوشن په خبري ناسته کې ويلي دي، چې د نوموتې فلمي ستورې سري ديوي مړينه پېښه نه وه، بلکې د هغې د وژنې لپاره پلان جوړ شوى و او د پلان تر مخه هغه وژل شوې ده. هغه وايي چې د اوبو په ټب کې د چا وژل هېڅ ګرانه خبره نه ده.

هغه وايي چې له سري ديوي سره هم داسې شوي دي.

د پوليسو دا پخوانى آفيسر نن سبا يوه شخصي پلټنيزه اداره هم چلوي، چې د سري ديوي د مړينې نه وروسته په خپله دوبۍ ته تلى و او په هغه هوټل کې چې سري ديوي په کې وژل شوې، هلته يې څيړنې کړې وې. که څه هم نوموړى هغه اتاق ته نه و پرېښودل شوى، چرته چې سري ديوي وژل شوې وه.

ياده دې وي چې د فرورۍ په مياشت کې سري ديوي د خپلې کورنۍ سره په دوبۍ کې يوه واده کې د ګډون لپاره تللې وه، چرته چې نوموړې په خپل اتاق کې د اوبو په ټب کې مړه موندل شوې وه. په اول سر کې خو ويل شوي و چې د زړه د حملې له امله مړه شوې، خو وروسته معلومه شوه، چې سري ديوي د اوبو په ټب کې د ډوبېدو له امله مړه شوې.

Loading...

بیا وګوره

پريانکا چوپړا د روهينګيايي کډوالو سره ليدلي

د هندي سينما نوموتې ستورې تېره ورځ په بنګله دېش هېواد کې د روهينګيايي کډوالو …

شاه رخ خان او کرينه کپور

کرينې له شاه رخ خان سره له کاره انکار وکړ

د هندي فلمونو نوموتې ستورې کرينه کپور د هندي سينما له کنګ خان شاه رخ …