کور پاڼه / جالب / د اورګاډي ٢٥ ثانيې مخکې روانېدو له امله شرکت له خلکو بښنه وغوښته

د اورګاډي ٢٥ ثانيې مخکې روانېدو له امله شرکت له خلکو بښنه وغوښته

په جاپان کې يو اورګاډى د خپل وخت نه ٢٥ ثانيې مخکې روان شوى و، چې له دې امله د ياد اورګاډي شرکت له خلکو بښنه غوښتې.

په ننني پرمختللي وخت کې د سفر تر څنګ وخت ته هم ډېر اهميت ورکول کېږي، همدا لامل دى چې د اورګاډو، الوتکو او بسونو شرکتونه دقيقو نه بلکې ثانيو ته هم ډېره پاملرنه کوي.

داسې يوه پېښه په جاپان کې رامنځ ته شوه، چې د يوه شرکت اورګاډي د وخت نه مخکې روانېدو له امله د خلکو نه بښنه وغوښته. د شيګا ښار د نوټوګوا تمځاى څخه يو اورګاډى په ٧ بجې او ١٢ دقيقو روانېده، خو دا اورګاډى له تمځاى څخه ٢٥ ثانيې مخکې روان شو.

د اورګاډو شرکت ويلي دي، چې په تېروتنه يې اورګاډى يپه ٧ بجې ١١ دقيقې او ٣٥ ثانيو روان شو، چې د خپل وخت نه ٢٥ ثانيې مخکې تلى دى، نو له دې امله د خلکو څخه بښنه غواړي.

Loading...

بیا وګوره

په لبنان کې ميليونره خېرغوښتونکې مړه شوې

د لبنان پوليسو په يوه موټر کې د يوې ٥٢ کلنې خېر غوښتونکې مړى پېدا …

هند: د زوي ناکامي يې پلار ولمانځله

په هند کې د لسم په ازموينه کې د يو هلک ناکامۍ باندې يې پلار …