کور پاڼه / جالب / هند: د زوي ناکامي يې پلار ولمانځله

هند: د زوي ناکامي يې پلار ولمانځله

په هند کې د لسم په ازموينه کې د يو هلک ناکامۍ باندې يې پلار خپه نه شو، بلکې دا يې ولمانځله او د زوي لپاره يې خوندور پروګرام هم راجوړ کړ.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، دا پروګرام په بهوپال کې يو تن د خپل زوي لپاره راجوړ کړى و، هدف يې دا و چې له ناکامۍ وروسته خپل زوى ته په قهر نه شي، بلکې هغهه وستايي.

په دې پروګرام کې پټاقۍ هم والوځول شوې او همدا راز په مېلمنو کې خواږه هم وويشل شول. د هلک پلار وايي، چې دا هر څه د خپل زوى د ښه راتلونکي لپاره کوي. هغه وايي چې د هلکانو په ناکاميو باندې يې مور و پلار غوسه کېږي، چې د دې سره د هلکانو زړونه ماتېږي او ځينې هلکان خو بيا د ځانوژنې په اړه هم فکر کوي.

د هلک پلار زياته کړه، چې دا پروګرام د هغه ټولو خلکو لپاره يو پېغام هم دى، چې د لسم په امتحان کې د يو چا د ناکامېدو سره يې ژوند نه ختمېږي، بلکې د دوهم ځل لپاره بايد هڅه وشي.

په دغه وخت ياد هلک هم ژمنه وکړه، چې په د راروان کال د ازموينې لپاره به ډېره هڅه کوي او په ښو نومرو به ځان بريالى کوي.

Loading...

بیا وګوره

په لبنان کې ميليونره خېرغوښتونکې مړه شوې

د لبنان پوليسو په يوه موټر کې د يوې ٥٢ کلنې خېر غوښتونکې مړى پېدا …

د اورګاډي ٢٥ ثانيې مخکې روانېدو له امله شرکت له خلکو بښنه وغوښته

په جاپان کې يو اورګاډى د خپل وخت نه ٢٥ ثانيې مخکې روان شوى و، …