کور پاڼه / راپورونه / واشنګټن: افغان سفارت څخه لکونه ډالره غلا شوي

واشنګټن: افغان سفارت څخه لکونه ډالره غلا شوي

رپوټونه کاږي چې په واشنګټن کې له افغان سفارت څخه په سلهاوو زره امریکايي ډالر چې د ملت شتمني او دولت پیسې دي غلا شوي دي.

باوري سرچینو خبریال ویب پاڼي ته ویلي چې د مصباح الحق عیني په نامه د سفارت یوه عالي رتبه مامور هغه په سلګونو زره ډالر خپل شخصي اکونټ ته اچولي چې د پاسپورټ کتابچې،  وکالت  خطونو او نورو حقوقي اسنادو د جوړولو په بدل کې د افغان وګړو له لوري سفارت ته په تیرو څو میاشتو کې تحویل شوي دي .

سفارتي چارواکي له افغان مراجعینو او هغو بهرنیانو څخه چې یا افغانستان ته  د تلو لپاره ویزي اخلي او یا هم نور اسناد لیږي یوه اندازه ټاکل شوی فیس اخلي چې باید د حکومت خزاني ته واچول شي لیکن د افغان سفارت دغه لومړي سکرتر یادې پیسې چې د مني ارډر په نامه ( امریکايي چکونه)  له مراجعینو څخه ټولیږي خپل اکونټ ته اچولي دي.

د سفارت کلتوري اتشې مجید قرار هم خپل فیس بوک پاڼه کې دغه رسوایي تاید کړي او ویلي يي دي چې دوي په وخت او زمان کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته راپور ورکړی وو لیکن سفارت یې په باب هیڅ راز ګام نه دی پورته کړی.

قرار زیاته کړي چې د افغان سفارت دغه لومړی سکرټر نه یوازي دا چې د دیپلوماتیکو اصولو په باب هیڅ راز پوهاوی نه لري بلکې د هغو اړیکو پر اساس ګمارل شوی چې نوموړی یې د بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه سره لري.

تر اوسه پوري افغان سفارت د غلا شویو دغو پیسو دقیقه اندازه نه ده ښولي او نه هم په رسمي ټوګه د دغې رسوایي پخلی شوی دی.

مزمل افغان

Loading...

بیا وګوره

غزنی د سقوط له گواښ سره مخامخ دی

د غزني د خلکو استازي وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې …

کابل د پاکستاني پارلمان پریکړه وغندله

افغان حکومت د خیبرپښتونخوا ایالت سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پرتو …