کور پاڼه / راپورونه / ولسمشر غني د لوګر سفر کړي

ولسمشر غني د لوګر سفر کړي

ولسمشر محمد اشرف غني د لوګر د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه نن دغه ولایت ته سفر وکړ .
ولسمشر غني د دغه سفر پر مهال پّ دغه ولایت کې د امنيتي مسوولينو سره په ناسته کې په لوګر کې د امنيتي وضعيت د عمومي ارزونې ترڅنګ د ځواکونو پر اغېزناکې ټاکنې او د واضح امنيتي پلان پر اړتياوو ټينګار وكړ.
هغه وويل، لوګر د‌ کابل د دروازې په توګه ځانګړی اهميت لري او امنيتي وضعيت يې بايد ډېر ښه والى پيدا كړي.
ښاغلي غني تر يادې غونډې مخكې د ارغندي – لوګر سب سټېشن او د ۲۲۰ كيلو ولټه برېښنا لين پرانيسته هم وکړه .
د ارګ د معلوماتو له مخې، د دغه سب سټېشن په پرانيستې سره به پر ۱۳ زره کورنيو سربېره سوداګريزې او صنعتي سيمې هم له برېښنا برخمنې شي

Loading...

بیا وګوره

غزنی د سقوط له گواښ سره مخامخ دی

د غزني د خلکو استازي وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې …

کابل د پاکستاني پارلمان پریکړه وغندله

افغان حکومت د خیبرپښتونخوا ایالت سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پرتو …