کور پاڼه / خبرونه / پاکستان د منظور پښتين د وژنې پلان جوړکړی

پاکستان د منظور پښتين د وژنې پلان جوړکړی

د پاکستان د استخباراتو يا آى ايس آى يو ټلويزيون دعوه کړې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د وژنې پلان جوړ شوى دى او لکه د نور کله په څېر يې دا تور هم په افغانستان لګولى دى او ويلي يې دي، چې دا پلان په افغانستان کې جوړ شوى دى.
که څه هم په اوسني وخت کې د منظور پښتين د وژنې هڅه د پاکستان پوځ او آى ايس آى ونکړي، ځکه که چېرته داسې هڅه وکړي، نو خپل ګرېوان ته به اور واچوي، لکه څنګه چې منظور پښتين ټول پښتانه په ځان راټول کړي دي، همداسې يې ورته د تاوتريخوالي د نه کولو په اړه هم ويلي دي، خو که چېرته آى ايس آى يا د پاکستان پوځ داسې يو څه پلان جوړوي، نو دا به ورته ډېره ګرانه تمامه شي.
د پاکستان پوځ او استخبارات غواړي چې مخکې له مخکې د منظور پښتين د وژنې تور په افغانستان ولګوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دې هم اوس يو څه له احتياط څخه کار واخلي او د منظور پښتين د امنيت لپاره دې يوه ځانګړې ډلګۍ جوړه کړي، تر څو په هر حالت کې د منظور پښتين تر څنګ وي.
د پاکستان رسنۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په تړاو هېڅ خبر نه خپروي، د دې خبر خپرولو لامل يواځې او يواځې همدا دى، چې د پاکستان د پوځ او آى ايس آى په مردار ذهن کې حتماً يو څه ګرځي، نو د منظور پښتين ملګري دې هر څه ته ډېره پاملرنه کوي او پښتانه دې هم خبر وي، چې خداى مه کړه، که هر څه پېښېږي، تر شا به يې د پاکستان د پوځ او آى ايس آى لاس وي.

Loading...

بیا وګوره

رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ …

انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا …