کور پاڼه / راپورونه / ‎یوناما په جلال اباد کې د ترورېستي برید د څیړولو خبر ورکوي

‎یوناما په جلال اباد کې د ترورېستي برید د څیړولو خبر ورکوي

یوناما وايي، په جلالاباد کې د ترورېستي برید په اړه چې ګڼو ملکیانو ته‌یې مرګژوبله اړولې پلټنې کوي.

یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما پرون دا خبره په ټویټرخپره کړې ده.

یاده داره وايي چې ملکیانو ته په هر ډول شرایطو کې د مرګژوبلې اړول منع دي او باید ښکېلې خواوې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د راپورونو په اساس د ننګرهار په مستوفیت ادارې پروني اته تنو بریدګرو برید کړي وه چې د څو ساعته نښتو وروسته بریدګر ټول ووژل شول او نښته پاي ته ورسیده .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خبریال ډاټ کام ته وویل چې د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې ۱۲ تنه شهیدان او ۴۲ نور ژوبل شوي چې په وژل شو کې ملکیان ، د مستوفیت دولتي کارکوونکي او سرتیري شامل دي .

په همدې حال کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا برید غندلی او ویلي یې دي چې افغان پوځیان ترهګر ځپي او د ورانکاریو مخه‌یې نیسي.

د حملې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی او ویلي دي چې د دوی څلورو وسلهوالو د ننګرهار په مستوفیت حمله کړې او زیات شمېر دولتي مأمورینو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادولو ده چې له دې مخکې هم یوناما د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ  په اړه په  یو  خپرې کړی و   چې په  کې ویلي وو  په دشت ارچې په ولسوالۍ کې د طالبانو غونډه کې ۱۰۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې (۳۶ مړه او ۷۱  ټپیان) چې ۸۱ یې ماشومان وو.

Loading...

بیا وګوره

Cbd Oil And Anxiety

Cannabidiol, or even cbd oil and anxiety , is actually an all-natural substance that has actually …

Cbd Oil Dosage

Common Conditions WebMD carries out certainly not deliver clinical insight, prognosis or even procedure. Resources …