کور پاڼه / راپورونه / ملي تدارکاتو کمېسیون ۹ قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون ۹ قراردادونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.

له ارګ نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي د غونډې په پيل کې د ملي تدارکاتو ادارې لوی رئیس الهام عمر هوتکي د امریکا د سوداګرۍ وزارت، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان او اروپايي پرمختیايي بانک له خوا د دولتي تدارکاتو د موافقتنامو په اړه پنځه ورځني ورکشاپ کې د ملي تدارکاتو ادارې او د داوطلبانو اعتراضونو ته د رسیدګۍ کمېټې د پلاوي د ګډون راپور غونډې ته وړاندې کړ چې د سریلانکا په کولمبو ښار کې جوړ شوی وو.

خبر پاڼه وايي د ملي تدارکاتو کمېسیون په اجنډا کې د شاملو ۹ قراردادونو د منظورۍ غوښتنه وارزول شوه او په پایله کې دغه ټولې پروژې د ۹۱۸ میلیونو زیاتو افغانیو په ارزښت منظور شوې چې په لاندې ډول دي:

  • د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د فاریاب ولایت د اندخوی د ابیارۍ کانال د امکان سنجۍ د مطالعې قرارداد؛
  • د کابل ښاروالۍ د وسایطو اړتیا وړ د ۱۴۴ قلمه روغنیاتو او فلترونو قرارداد؛
  • د چارو ادارې عمومي ریاست اړوند د دولتي برجسته رجالو د محافظت او امنیت ریاست د اړتیا وړ ۶ قلمه حبوباتو د تدارک قرارداد؛
  • د نوري فایبر شبکې پروژې د تدارکاتو او برابرولو قرارداد (DWDM)؛
  • د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت د GSM سیستم د ظرفیت لوړولو برخو د پروژې قرارداد؛
  • د افغان ټېلې کام سلام شبکې لپاره د اضافي تجهیزاتو د برابرولو او تدراک پروژې قرارداد؛
  • د سلام شبکې د GSM سیستم د ظرفیت لوړولو پروژې د برابرولو او تدارک قرارداد؛
  • د مالیې وزارت اړوند د صکوکو مطبعې د ۳۸ قلمه خامو موادو قرارداد؛
  • د مالیې وزارت اړوند د نوي کابل بانک مرکزي دفتر د ودانۍ د کرایې قرارداد؛

د یادولو ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پروژې د ګټونکو شرکتونو د مالیاتو د تصفیې په شرط د کمېسیون له خوا رد شوې.

له بلې خوا د ملي تدارکاتو ادارې د انستیتوت جوړولو لپاره د مشورتي خدمتونو د قرارداد د تعدیل غوښتنه (د مودې تمدید او د بیې کموالی) هم  ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.

همدارانګه د لغمان ولایت د مهترلام بابا د حلقوي سړک جوړولو او ساختمان پروژې د قرارداد د مودې د غځولو د منظورۍ غوښتنه او د کابل-جلال اباد لویې لارې د جوړولو او بیارغاونې پروژې په نیمګړي کاري سیمو کې د پاتې کار د بشپړولو لپاره د نیټې غځولو ”Descoped Section” قرارداد تعدیل، ملي تدرکاتو کمېسیون تائید کړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس فواید عامې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د کابل ـ جلال اباد سړک پاتې برخې ژر تر ژره داواطلبی ته وړاندې کړي او مالیې وزارت ته یې دنده وسپارله چې د مالي موافقتنامې موضوع دې (د اسیایي پراختیایي بانک) پروژې له تمویل کوونکو سره وروستی کړي.

خود مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د عاجلو معلوماتو د مدیریت پروژې قرارداد ورکړې منظورۍ غوښتنه (Real Time Data Management) د ملي تدارکاتو کمېسیون ونه منله او پریکړه وشوه چې په دې قرارداد دې د آفر ورکوونکو څلورو شرکتونو ترمنځ مقیده سیالي وشي. د یادونې وړ ده چې  د دې قرارداد د سیالۍ مرحله د غوڅ ملاتړ بین المللي سیستیکا متخصصینو ارزولې وه او هغوی هم پرې د آفر ورکوونکو شرکتونو ترمنځ د مجددې مقیدې سیالۍ نظر ورکړی وو.

Loading...

بیا وګوره

Russian Bride Bride Este web site United States biscuits para

Uma mulher de origem russa, Nina, viaja com sua filha de onze anos, Dasha para …

North Korean Brides , Chinese bridegrooms comprise most extensive

World News Nov. 23, 2018/ 4:32 AM Vietnamese north korean brides , Chinese bridegrooms comprise …