کور پاڼه / خبرونه / هلمند: د افغان پوځ یوې چورلکې دعملیاتو پر مهال بېړنۍ ناسته کړې ده

هلمند: د افغان پوځ یوې چورلکې دعملیاتو پر مهال بېړنۍ ناسته کړې ده

 د افغان پوځ یوې چورلکې په هلمند ولایت کې د عملیاتو پر مهال بېړنۍ ناسته کړې ده.

د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه چورلکه د تخنکي ستونزو له امله بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادې چورلکې د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د یخچال په کلي کې د عملیاتو پر مهال تخنیکي ستونزه پیدا کړې او ناسته یې کړې ده.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې وروسته دغه خرابه شوې چورلکه د هوايي بریدونو په واسطه له منځه وړل شوې او امله یې د نورو چورلکو په واسطه په خوندي ټول د شوراب هوايي اډې ته وړل شوې ده.

 

Loading...

بیا وګوره

رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ …

انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا …