کور پاڼه / خبرونه / زابل کي ۲۲ پولیس وژل شوي

زابل کي ۲۲ پولیس وژل شوي

 وسله والو طالبانو  د ارغنداب ولسوالۍ د مرکزي کمربند پر پوستو له تیرشپه راهیسي بریدونه پيل کړي چي لاهم دوام لري.

د زابل یوه امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط  وویل، چي په دې برید کي ۲۲ تنه پوليس وژل سوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

سرچینه زیاته وي، چې د ولسوالۍ د کمر بند ۳ پوستو سقوط کړی او ۳ نورو له خپلي اصلي موقعیت څخه د ولسوالۍ تعمیر ته پر شاه سوي.

د زابل مرستیال والي رحمت الله یارمل وايي، په ارغنداب ولسوالۍ کي دوی د تيري شپې د جګړې په ترځ کي د ۱۸ پوليسو د وژل کیدو معلومات تر لاسه کړي خو وسله وال طالبان د دې دوه برابره زیات تلفات لري.

 

Loading...

بیا وګوره

رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ …

انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا …