کور پاڼه / راپورونه / لغمان کې ۱۲ تنه وسله وال ووژل شول

لغمان کې ۱۲ تنه وسله وال ووژل شول

 لغمان کې د ځانګړو ځواکونو د عملیات په ترڅ کې ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي.

یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تېره شپه د لغمان ولایت  د الینګار ولسوالۍ د سنګره درې اړوند په شغالانو سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو خاص عملیات کړي، چې پینځه وسله وال مخالفین په کې وژل شوي او یو تن مشکوک یادو ځواکونو له ځانه سره ژوندی بیولی دی.

 خبرپاڼه وايي چې په دغو عملیاتو کې د یو تن مشکوک په نیول کېدو سربېره د وسله والو یو ډیپو هم له منځه وړل شوی دی چې د راکټ مرمۍ، انفجاریه مواد، ریمټونه، ۱۸ پایې ایکام مخابرې، د مخابرو دستګاوې، یو تعداد کلاشينکوفونه، ۳ موټرسایکلونه او نور چادیدونکي توکي په کې شامل ول.

د راپورونوله مخې د الینګار ولسوالۍ د قصبې او سلینګار په سیمو کې د افغان کومانډو ځواکونو له لوري په روانو عملیاتو کې چې پرون سهار وختي پیل شوي، تر دې دمه د وسله والو مخالفینو د یو مشهور سیمه اییز قوماندان محب الله مشهور په خیبر په شمول اووه کسه وسلوال مخالفین وژل شوي او لا هم د کومانډو ځواکونو له لوري په یادو سیمو کې عملیات جریان لري.

 

Loading...

بیا وګوره

Loan Apps Personal

Over 600,000 individuals have actually experienced the benefit of personal financings with Avant. Fast Decisions …

Cbd For Pain Relief

Access to this webpage has actually been actually refused considering that our team believe you …