کور پاڼه / راپورونه / ډیورنډ کرښې ته څېرمه وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

ډیورنډ کرښې ته څېرمه وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

چارواکي ډیورنډ کرښې ته څېرمه د هوایي بریدونو په ترڅ کې د دولت ضد وسله والو او ترهګرو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د پکتیا ولایت نه رسنیو ته په یو بیان کې راغلي دي، چې د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ په سرخ ګل دره، زغنې او رویدارو په سیمو کې برون د ګډو ځواکونو د پرلپسې هوايي بریدونو په پایله کې د وسله والو طالبانو د بېلابېلو ګروپونو لږ تر لږه دوه ویشت تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.

چارواکي چې له سیمې څخه د استخباراتي او نورو سرچینو څخه راغلیو مالوماتو پر اساس د وژل شويو وسله والو جسدونه په دغو سیمو کې لا تر اوسه پاتې دي او ښايي مرګ ژوبله یې تر دې هم زیاته وي.

دغه بریدونه داسې مهال ترسره شول چې د راپوونو په اساس د ډیورنډ کرښې له هاغې خوا، د لوګر له ازرې او د ننګرهار له حصارک څخه راغلي د وسله والو ګروپونه د اریوب ولسوالۍ په دغو سیمو کې د ځای پر ځای کېدو په حال کې وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د ځاځي اریوب ولسوالۍ په علي سنګیو سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښته کې څلور تنه پاکستاني طالب جنګیالي هلاک او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.

سرچینې زیاتوي چې په وژل شویو کې د وسله والو طالبانو څو تنه مهم قومندانان هم شامل دي

Loading...

بیا وګوره

Loan Apps Personal

Over 600,000 individuals have actually experienced the benefit of personal financings with Avant. Fast Decisions …

Cbd For Pain Relief

Access to this webpage has actually been actually refused considering that our team believe you …