کور پاڼه / راپورونه / ملي دفاع وزارت د یوناما راپور رد کړ

ملي دفاع وزارت د یوناما راپور رد کړ

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د یوناما له خوا د کندز په هوایي برید کې د ملکي تلفاتو راپور رد کړی دي.

د  ملي دفاع وزارت نه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د یوناما په راپور کې له هغو کسانو معلومات اخیستل شوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسیږي او د وسله والو له خوا د ناسمو معلوماتو ورکولو ته اړی شوي دي.

دفاع وزارت وايي د استخباراتي او کشفي راپورونو له مخې، په دغه برید کې د طالبانو ۱۸ تنه جګپوړي ډلمشران، د طالبانو د کوټې شورا غړی د ملا بریال په ګډون، وژل شوي.

خبرپاڼه دغه راز وایي، په دغه برید کې د طالبانو ۱۲ قوماندانانو په ګډون ګڼ شمېر نور وسله وال نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت زیاته وي، د عملیاتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو د سرغړونې د اثبات په صورت کې به قانوني چلند وشي.

د یادولو ده چې د دوشبنې په ماښام یوناما د یو راپور په خپرولو سره وویل، چې د دشت ارچي په هوایي برید کې لږ تر لږه ۳۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان دي، چې اکثریت یې ماشومان دي.

Loading...

بیا وګوره

Loan Apps Personal

Over 600,000 individuals have actually experienced the benefit of personal financings with Avant. Fast Decisions …

Cbd For Pain Relief

Access to this webpage has actually been actually refused considering that our team believe you …