کور پاڼه / راپورونه / افغان هوایي ځواکونو د بلک هاک چورلکو په وسیله عملیات پیل کړ

افغان هوایي ځواکونو د بلک هاک چورلکو په وسیله عملیات پیل کړ

امريکايي ځواکونه د بلک هاک چورلکو په وسیله  د افغان هوایي ځواکونو د لومړنی عملیاتو د پيل خبر ورکوي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو (438th Air Expeditionary Wing) یا د امريکايي پوځ هغه قطعې نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان هوایي پوځ منسوبینو د فراغت یوه ورځ وروسته د لومړی ځل لپاره پرون د بلک هاک چورلکو په وسیله عملیات پیل کړل.

د سرچینې په وینا، د بلک هاک چورلکو په وسیله لومړنی عملیات د راتلونکو ټاکنو لپاره د امادګیو په ملاتړ ترسره شوی.

د راپورونو له مخې د غوځ ملاتړ ماموریت د هوایي ځواکونو قوماندان جنرال فليپ سټوارټ د بلک هاک منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې  د بلک هاک چورلکو معرفي افغان هوایي ځواکونو لپاره د نوې عصر په لور د نوې سهار د پیل په څېر ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په موخه افغان حکومت او د افغانستان متحدینو خپل هلې ځلې ګړندي کړي دي.

Loading...

بیا وګوره

Loan Apps Personal

Over 600,000 individuals have actually experienced the benefit of personal financings with Avant. Fast Decisions …

Cbd For Pain Relief

Access to this webpage has actually been actually refused considering that our team believe you …