کور پاڼه / خبرونه / دزابل په دایچوپان ولسوالۍ کي عملیات پیل شوی

دزابل په دایچوپان ولسوالۍ کي عملیات پیل شوی

د زابل ولایت د والی ویاند ګل اسلام سیال خبریال ډاټ کام ته وویل چې تیره اونۍ افغان سرتیرو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د دایچوپان ولسوالی په مربوطاتو کې پوځي عملیات پيل کړل چې اوس هم دوام لري

نوموړي وویل په دغو عملیاتو کې اته څلويښت تنه وسله وال او اته افغان سرتیري وژل شوي نهه سرتیري او نهه ویشت وسله وال ټپيان دي،

سیال وايي افغان سرتیرو دغه عملیات هغه مهال پیل کړل چې یوی ډلی مخالفینو د دایچوپان ولسوالی پر مرکز د برید نیت درلود خو ملی ځواکونو یې مخه ونیوله او تر هغه وخته به دوام وکړي چې په سیمه کې موجود تهدیدونه له منځه ولاړ شي

د زابل د شمالي ولسوالی دایچوپان تر څنګ په جنوبي ولسوالی سیوری کی د امنیتي ځواکونو له لوري دري ورځني تصفیوي عملیات ترسره شوی چی په ترڅ کې يې شاوخوا شلو وسله والو ته مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

د والی ویاند ګل اسلام سیال وايي په عملیاتو کی د ملی اردو، پولیسو او ملي امنیت سرتیرو برخه درلود لسګونه کلی یي د مخالفینو له شتونه پاک کړی اوه تنه یې وژلی او یوولس نور ټپیان دی

 

Loading...

بیا وګوره

رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ …

انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا …