کور پاڼه / خبرونه / غزني: ۳۹ طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوي

غزني: ۳۹ طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوي

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۳۹ وسله وال طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوي او ۱۸ وسله وال طالبان او یو افغان سرتېری ټپیان شوي دي.

د والي ویاند محمد عارف نوري رسنیو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه هوايي او ځمکني عملیات له هغه وروسته د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف ترسره کړل کله چې وسله والو طالبانو د غزني او پکتیکا د لويې لارې د تړلو هڅه کوله اوپه یاده لاره کې یې جرونه وهل او په خبره یې چې وروسته بیا د یادې لارې په اوږدو کې پرمېشتو امنیتي پوستو او د اندړو ولسوالۍ اړونده په چازي وال سیمه کې پرمېشتو امنیتي پوستو د ډله ییزو بریدونو پلان درلود.

نوموړي وویل، د یادو وسله والو طالبانو له جملې دوه تنه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول، کله چې دوی غوښتل د یادې لارې په اوږدو کې د سړک پرسر ماین ځای
پر ځای کړي چې وروسته خپل ماین ورباندې چادونه کړې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Loading...

بیا وګوره

رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ …

انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا …