کور پاڼه / خبرونه / اروزګان:۴ پوليسو او ۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

اروزګان:۴ پوليسو او ۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د اروزګان په مرکز ترينکوټ او چورې ولسوالۍ کې د بېلابېلو پېښو پرمهال څلور پوليسو او پنځه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان د چورې ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد ميرويس رسنیو ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د دوو پوليسو ترمنځ لفظي شخړه شوې او وروسته يې يو پر بل ډزې کړي چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوى او بل يې نيول شوى دى.

همدارنګه د ٢٠٥ اتل قول اردو له څلورمې لوا څخه خبریال ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو ځواکونو د ترينکوټ په تالاني، يکلينګي او کبوترخانې سيمو کې عمليات کړي دي.

 چې په دغو عملياتو کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله رسنیو ته په دې اړه څه نه دې ویلي.

Loading...

بیا وګوره

رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ …

انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا …