کور پاڼه / خبرونه / اروپايي ټولنه:د ټاکنو لپاره ۱۵ نیم میلیونه ډالر مرسته کوي

اروپايي ټولنه:د ټاکنو لپاره ۱۵ نیم میلیونه ډالر مرسته کوي

اروپايي ټولنې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو بهیر د مالي ملاتړ له پاره ۱۵ نیم میلیونه ډالر مرسته کوي.

 دغه پيسې به د  ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې يا يو ان ډي پي له لارې د ولسي جرگې او ولسي شورا گانو لپاره په کېدونکو ټاکنو ولګول شي.

یادې ټولنې دا مرسته په افغانستان کې د رڼو او باور وړ ټاکنو نه د خپل ټينګ ملاتړ په مانا بللې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفير پېير مايودون ويلي دا مرستې په يوه مناسب مهال کې شوي دي.

دغه راز د اروپايي ټولنې له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ټولنه به په ٢٠١٩ م کال کې د افغانستان له ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو له ټاکنو سره هم ١٥ نيم ميليونه يورو مرسته وکړي.
 

Loading...

بیا وګوره

رسنۍ

د شاوخوا ۳ زره رسنیزو ادارو مالیاتي جرمي وبښل شوې

د ولسمشر دهغه فرمان له مخې چې د روان کال د ثور میاشتې په ۹ …

انجينير کمال

انجنير کمال د کندوز والي سره د ښاريانو وړاندېزونه شريک کړل

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازي انجنیر کمال صافي چې په ولایتي شورا …