کور پاڼه / راپورونه / ازبکستان له افغانستان سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخوي

ازبکستان له افغانستان سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخوي

 افغان او ازبک چارواکي وايي، هڅه کوي، چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ اقتصادي، سیاسي او ترانزیټي اړیکې پراخه شي.
 دغه څرګندونې د ازبکستان  د بهرنیو چارو وزیرعبدالعزیز کاملوف د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرعبدالعزیز کاملوف ویلي، هېوا یې غواړي په ګډو هڅو سره اقتصادي، سیاسي او ترانزیتي اړیکې پراخې شي او د افغانستان د سولې لپاره به هڅې وکړي.
نوموړي زیاته کړې تمه لري، چې د تاشکند غونډه مثبتې پایلې ورکړي، په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي او دغه هېواد د سیمه ییزو همکاریو پر محور بدل شي.
ښاغلي کاملوف وايي، د ګډو پروژو د ښه پر مخ بېولو لپاره به د ازبکستاني او افغان حکومت همکارۍ ډېرې کړل شي څو وکړی شي ګډې پروژې ژر ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
 

Loading...

بیا وګوره

غزنی د سقوط له گواښ سره مخامخ دی

د غزني د خلکو استازي وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې …

کابل د پاکستاني پارلمان پریکړه وغندله

افغان حکومت د خیبرپښتونخوا ایالت سره د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پرتو …