کور پاڼه / راپورونه / کابل کې د ځانمرګي برید مسولیت داعش واخیست

کابل کې د ځانمرګي برید مسولیت داعش واخیست

داعش د کابل د ځانمرګي برید مسولیت واخیست چې په کې ۳۱ تنه وژل شوي .د داعش ډلې ته منسوب د اعماق په ویبسایټ کې دا ادعا خپره شوې ده.

نن د کابل ښار په شپږمه حوزې کې د تذکرو د ویش پر مرکز ځانمرګي برید وشو چې په کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۵۴ نور ټپيان شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته وویل، دغه برید د یو پلي ځانمرګي بریدګر له خوا د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس وحید مجروح وايي چې د پیښې له ځای څخه د ۳۱ کسانو مړي او ۵۴ ټپيان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د مرګ‌ژوبلې دغه شمیره تائید کړه او وې ویل، چې د پیښې ټول قُربانیان ملکي وګړي دي.

د تذکرو د ویش پر دغه مرکز په داسې حال کې برید شوی، چې له یوې اونۍ راهیسې په افغانستان کې د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه پیل شوې ده.

 د یدولو ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه به په ډیموکراټیکو بهیرونو کې د ګډون لپاره د خلکو عزم او اراده کمزورې نه کړي.

 

Loading...

بیا وګوره

Loan Apps Personal

Over 600,000 individuals have actually experienced the benefit of personal financings with Avant. Fast Decisions …

Cbd For Pain Relief

Access to this webpage has actually been actually refused considering that our team believe you …