افغان حکومت د خپلو اصلاحي پروګرامونو په مرسته توانېدلی چې نړیوال باور ترلاسه کړي او حالت مخ په ښه کېدو بوځي.
دغه څرګندونې په نړيوال بانک کې د افغانستان برخې مسوول شوبهان چوهدري پرون په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت له خوا په يوه جوړې شوې غونده کې کړې دي.
هغه زياته کړه، که څه هم له ٢٠١٤ میلادي کال وروسته له افغانستان سره مرستې ډېرې کمې شوې خو افغان حکومت د خپلو اصلاحي پروګرامونو په مرسته توانېدلی چې نړیوال باور ترلاسه کړي.
چوهدري افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه غني هېواد یاد کړ، منرالونه او ګاز يې د افغانستان د اقتصادي ځان بساينې لپاره خورا مهم وبلل.
هغه ټينګار وکړ چې نړیوال بانک دARTF پروګرام له لارې په دې برخو کې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي. په دې غونډه کې د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي او د لويو ملاتړو هېوادونو او بنسټونو استازو هم ګډون کړی و.