د کابل په بابر بڼ کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د کار د نړیوال سازمان په همکارۍ سبا به د کار ملي نندراتون جوړ شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي وايي، چې د دغه یو ورځني نندارتون هدف چې د کار د ملي کنفرانس تر څنګ جوړېږي کارموندنه او بازار موندنه ده.
د ښاغلي پسرلي وايي، په دغه نندارتون کې شااوخوا اتیا کمپنۍ ګډون کوي چې په خپلو کمبودو پوستونو کې به یو شمېر کارکوونکي هم استخدام کړي.
نوموړي وویل دا ډول نندارتونونه له ځوانانو او وړو مسلکي کسانو سره د کار موندنې په برخه کې مرسته کوي.