پاکستاني سوداګرو د افغانستان په سرحد کې د هغه دروازو د بیا پرانېستل کېدو غوښتنه کړې چې له تېرې اوونۍ راهیسې د دواړو لورو تر منځ د یوې نښتې وروسته تړل شوې ده.
د شنبې په ورځ د پاړاچنار د سوداګرو د یوه استازي نذیر احمد رسنیو ته ویلي، چې د «خرلاچې لارې» د تړل کېدو له کبله د دوی سوداګر سخت زیانمن شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ په سر کې ویلي و چې د دې نښتو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ راپورته شوې ستونزې د ډیپلوماتیکو او پوځي لارو هوارې شوي، خو سوداګر وایي، له تېرې اوونۍ راهیسې چې د «خرلاچي لار» تړلې پاتې ده، د دوی مالونه د لهمنځه تلو په حال کې دي.
بلخوا افغان امنیتي چارواکي وايي چې دغه پوله به یوازې هغه مهال بېرته پرانېستل شي چې د دې سیمې د دواړو لورو قبایلي مشران سره وګوري.