کور پاڼه / منځ پانګه / افغانستان د ازبکستان له لارې چین ته د صادراتو د لېږدولو هوکړه وکړه

افغانستان د ازبکستان له لارې چین ته د صادراتو د لېږدولو هوکړه وکړه

افغانستان به چین ته خپل توکي د ازبکستان د اندیجان،اوش،ایرکشتام،قاشغر بندرونو له لارې تر سره کوي.

افغانستان او ازبکستان هوکړه کړې چې چین ته به د افغان سوداګرو توکي د ازبکستان له بندرونو تر سره کیږي.

د افغانستان د ترانسپورت چارواکو په تاشکند کې یوې هوکړې ته رسیدلي چې له مخې یې د دغه هیواد یو شمېر بندرونه به د افغان سوداګرو په واک کې ور کول کیږي،څو خپل توکي چین ته صادر کړي.

د ازبکستان حکومت ویلي د اندیجان،اوش،ایرکشتام او قاشغر بندرونه به د افغانستان او چین سوداګرو ته خلاص پریښودل کیږي.

په هوکړه کې راغلي چې لومړی به له مزار شریف څخه د اورګاډي په واسطه د افغان سوداګرو توکي د ازبکستان اندیجان بندر ته او وروسته به د باروړونکو موترو په واسطه د ازبکستان او قرقیزستان له لارې د چین قاشغر سیمې ته رسول کیږي.

Loading...

بیا وګوره

Loan Apps Personal

Over 600,000 individuals have actually experienced the benefit of personal financings with Avant. Fast Decisions …

Cbd For Pain Relief

Access to this webpage has actually been actually refused considering that our team believe you …