کور پاڼه / خبرونه / میدان وردګ کې ځانمرګی برید وشو

میدان وردګ کې ځانمرګی برید وشو

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اړونده د اندړو په سیمه کې پرون مازیګر د موټر په وسیله ځانمرګی برید وشو.

د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني وايي، ځانمرګي بریدګر د ملي امنیت د ۰۱ قطعې پر کاروان برید کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه درلودل. د سیمې یو تن اوسیدونکي بیا وايي، چې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې سرتيري د سیداباد ولسوالۍ په تنګي کې تر عملیاتو وروسته روان وو، چې په لاره کې پرې برید وشو. هغه وایي، چې په دې برید کې د ملي امنیت یوموټر په بشپړه توګه سوځیدلی دی.

وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی، ویلي، چې په دې برید کې د ۰۱ قطعې ګڼ شمیر سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې.

Loading...

بیا وګوره

Loan Apps Personal

Over 600,000 individuals have actually experienced the benefit of personal financings with Avant. Fast Decisions …

Cbd For Pain Relief

Access to this webpage has actually been actually refused considering that our team believe you …